Zma Kitabton-زماکتابتون


1.0 by Yasir Lodin
Oct 26, 2022 Old Versions

About Zma Kitabton-زماکتابتون

د زرګونو الکترونیکي کتابونو مجموعي مبایل اپلکېشن

د (زما کتابتون) درنؤ مينوالو او لوستونکو؛ هیله ده سلامت او صحتمند یاست

دلته به تاسو (زما کتابتون) اپلکېشن لنډ لارښود ووینئ چي پر دوو برخو وېشل سوی دی.

لومړی: د اپلکېشن عمومي صفحه ده چي په لاندنۍ برخه کي څلور مینیووي لري چي عبارت دي له:

کور: تاسو ته عمومي صفحه ښکاره کوي.

برخي: هغه کتابونه درته ښکاره کوي چي پر کټګوریو وېشل سوي وي.

کښته سوی: د هغه کتابونو لیست درښیی چي تاسو په (زما کتابتون) اپلکېشن کي کښته کړي وي.

تنظیمات: په یاده مینیو کي تاسو ته واک درکول کیږي ترڅو خپل کتابونه موږ ته را ولېږئ او په څنګ کي یې په ګوګل پلې سټور کي د (زما کتابتون) اپلکېشن په اړه ستاسو د رضایت صلاحیت درکوي.تر دې ور هاخوا د ملګرو او دوستانو سره د یاد اپلکېشن شریکولو او زموږ په اړه لنډ یاداښت لیدلای سئ.

دوهم: مینیو؛

چي د ۱۱ افشنو او دوو برخو څخه جوړه ده په لاندي ډول تشریح کیږي.

اوله برخه:

• کور: د کور مینیو په کښېکاږلو سره به تاسي عمومي صفحې ته بوتلل سئ.

• ټول کتابونه: په یاده مینیو کي ټول هغه کتابونه وجود لري چي د آډمین یا زما کتابتون عمومي مشر لخوا یاد آپلکېشن ته اضافه سوي دي.

• لیکوالان: د لیکوالان په مینیو کي هغه کتابونه تاسو ته ښودل کیږي، چي د مشخص لیکوال لخوا لیکل سوي او یا ژباړل سوي وي.

• برخي: په یاده مینیو کي هغه کتابونه پیدا کولای سئ چي پر برخو یا کټګوریو وېشل سوي وي.

• خوښ سوي: په خوښ سوي مینیو کي تاسو هغه کتابونه پیدا کولای سئ چي تاسو په زما اپلکېشن کي خوښ کړي وي.

دوهمه برخه:

• موږ ته پیغام ولېږئ: یاده مینیو؛ موږ ته ستاسو د سلا، مشورو او لارښوونو لپاره جوړه سوې، ترڅو ددې لاري یې زموږ سره شریک کړئ.

• زموږ په اړه: دغه مینو زموږ سره د اړیکو او زموږ د نورو آپلکېشنونو لیدلو په پار جوړه سوې ده.

• آپ خوښ کړئ: تاسو ته واک درکوي ترڅو (زما کتابتون) آپلکېشن ته په ګوګل پلې سټور کي لایک یا ستوری ورکړئ.

• آپلکېشن شریک کړئ: د یادي مینیو په کښېکاږلو سره تاسو خپلو ملګرو ته (زما کتابتون) آپلکېشن لېږلای سئ.

• لارښود: هغه برخه ده چي تاسو یې اوس وینی او لولی.

• وتل: د یادي مینیو په وهلو سره به تاسي د (زما کتابتون) آپلکېشن څخه و ایستل سئ.

What's New in the Latest Version 1.0

Last updated on Nov 23, 2022
نسخه۱

Additional APP Information

Latest Version

1.0

Uploaded by

Yasmin Barkat

Requires Android

Android 5.1+

Show More

Use APKPure App

Get Zma Kitabton-زماکتابتون old version APK for Android

Download

Use APKPure App

Get Zma Kitabton-زماکتابتون old version APK for Android

Download

Zma Kitabton-زماکتابتون Alternative

Get more from Yasir Lodin

Discover